صدیقي: افغان حکومت د طالبانو فرمایشونه نه شي منلی

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، افغان حکومت د طالبانو فرمایشونه نه شي منلی.

صدیقي زیاته کړه چې، طالبان له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو پرته کومه بله لار نه لري او باید افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کیني.

هغه همدا راز په خپل وخت د ټاکنو پر ترسراوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي.