صدیقي: د ملي مشارکت حکومت د تشکیل غوښتنه له اساسي قانون سره په ټکر کې ده

 ارګ د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا لخوا د ملي مشارکت حکومت د تشکیل غوښتنه سر سري، هوایي او له اساسي قانون سره په ټکر کې وګڼله. دغې شورا تېره ورځ د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې له بحران څخه د افغانستان د اېستلو لپاره د ملي مشارکت حکومت غوښتنه کړې وه او د اکثریت پر ځای یې د تفاهم حکومت جوړولو غوښتنه هم کړې وه. ښاغلي صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، افغانانو په ټاکنو کې د ګډون له لارې وښودله چې د جمهوري نظام تداوم غواړي او شاته نه ګرځي؛ نو د نوماندانو طرحه هوايي، سرسري او له اساسي قانون سره په ښکاره ټکو په ټکر کې ده. نوموړی دغو نوماندانو ته په ځواب کې لیکي، د ولسمشرۍ نوماندانو ته د ولس پرېکړې، ارادې او هغه مقام د ولس نوماندانو ته ورکړی دی، چې باید احترام ورته وشي.