صدیق صدیقي وایي اوربند د سولې لپاره کیلي ده

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي اوربند د افغان حکومت او خلکو غوښتنه ده او که طالبان د اوربند ټینګېدل ونه مني، د سولې اوسنۍ خبرې به بې پایلې وي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن یوې خبري غونډې ته وویل، تر اوسه د خلیلزاد او طالبانو تر منځ د سولې په روانو خبرو او د افغان حکومت د اوربند د وړاندیز منلو برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

صدیقي زیاتوي، د طالبانو د قطر دفتر هغه پلاوی، چې د اوربند او تاوتریخوالي کمېدو په تړاو له خپلو مشرانو سره د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللی و، بیرته قطر ته رسېدلی.