داسمه لارنه ده!؟

له الله ج پرته نور ټول ژوندي موجودات دیوټاکلي وخت او پړاو وروسته مري . غیری مسلم انسانان له مرګ وروسته په بیا ژوندي کیدو باور نه لري او مسلمانان عقیده لري چې دنیاوي ژوند کې الله تعالی خپل بنده ازمايې او کله چې مړشي نو په بله دنیايې بیاژوندی  کوي او ورسره حساب او کتاب کوي . دادمسلمان عقیده او باوردی چې په مرګ ، په اخرت او په حساب اوکتاب باور ورته ویل کیږي. مسلمان عقیده لري چې دژوند دهرې شېبې او حتی ساه اخستنې حساب او کتاب هم ورسره کیږي او دژوند دتېرولو دډول او طرز پوښتنه  ترې شونې ده . نو په همدې توګه مسلمانان خپل ټول ژوند په اسلامي چوکاټ او احکامو لاندې تیرول غواړي . مسلمانان په دې هم عقیده لري چې که له حزنده وو سره هم بدچلند وه شي او بې ګناه مړه اویاژوبل شي نوپه هغې  بله دنیا چې تراوسه  په سترګونه ده لیدل شوې  ترې پوښتنه به وه شي او سزابه يې ورکړل شي .

دمسلمانانو دعقیدې او باورداخبرې  ټول له قران او احادیثو څخه سرچینه اخلي او قران کریم دالله ج هغه کتاب دې چې ټول مسلمانان پرې باور کوي او ایمان يې پرې راوړی او حضرت محمدص دوروستي په پېغمبرپه حیث پېژني او دهغه له خولې راپاتې ویناوې (احادیث) دمسلمانانو له پاره دورځنیو چارو او عباداتو دسمون ښه سرچینه بلل کیږي . په قران کریم کې دمرګ او ژوند ، دګناه او سزا ، دثواب او اجر او دحساب او کتاب او اخرت او بیاژوندي کیدو په اړه په ډېر واضح او څرګند ډول بیانونه او ایاتونه شته چې هیڅ ډول شک او تردید په کې چې چاته نه پیداکیږي .

په دې توګه په قران کریم په ډېر واضح توګه راغلي چې ژوند ورکول او ژوند اخستل یوازې دالله ج کار دی او دهغه په واک کې دي .چې په دې توګه انسان ددې پوه هم نه لري چې چاته ژوند ورکړي اوددې سلاحیت او اجازه هم نه لري چې څوک بې ګناه ووژني .

په اوسني وخت کې هغه وګړي چې دبې ګناه انسانانو په په وژنه او ټپی کیدنه لاسپورې کوي او بیا وايي چې داکار مو داسلامي اصولو له مخې کړې. پوښتنه داده چې کوم اسلام ؟ اسلام خو ډېر واضح دین دی چې په قران او سنتو بینا دی ، په قران او احادیثو کې خو ډېر څرګند راغلي چې بې ګناه انسانان مه وژنۍ که نه نو ځای به مودوزخ وي . ایا هغه وګړي چې دبې ګناه انسانانو په وژنه لاسپورې کوي ، په قران او احادیثو عقیده لري ؟ ځواب واضح دی چې نه يې لري .