تېره شپه د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ملي امنیت صفر دوه قطعې ځانګړي عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې.
د ملي امنیت د صفر دوه قطعې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د دوی ځواکونو تېره شپه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند زنګور سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو عملیات کړي، چې پکې ۱۱ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي. د سرچینې په خبره په دغو عملیاتو کې د وسله والو ۴ مرکزونه او د سلاح یوه ډېپو هم ویجاړه شوې ده. یادې قطعې په وېنا دغو مرکزونو او ډيپوګانو کې ډول، ډول وسلې، ماینونه، شپني او ورځني دوربینونه، موټرسایکلونه او بارود د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.