صفر دوه قطعې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د دوی ځواکونو د پنجشنبې په شپه د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ اړوند ګور ګنډې سیمه کې شپني عملیات کړي دي، چې په ترڅ کې یې د درې قوماندانانو په ګډون ۱۵ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د صفر دوه قطعې په فېسبوک پاڼه د وژل شویو او ټپي شویو وسلوالو نومونه هم خپاره شوي دي.