د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني وايي افغانان دداسې یوې جګړې پر وړاندې مبارزه کوی چې ټوله سیمه ګواښلی شي.
د برباني په خبره افغانان د ترهګرو ډلو پر وړاندې د سیمې د امنیت لپاره قرباني ورکوي او د سیمې هېوادونه باید ددې قربانۍ قدرداني وکړي.
نوموړي په اسلام اباد کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې افغانستان د سیمې له ټولو هېوادونو سره د ښو سوداګریزو، اقتصادي او ترانیزیتي اړیکو غوښتونکی دی او غواړي په دې توګه په هېواد کې دایمي پرمختګونه رامنځ ته شي.
هغه د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د افغانانو د قربانیو قدرداني وکړي او په روان وضعیت کې یې تر څنګ ودرېږي.