طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې شاوخوا ۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دایکندي ولایت امنیتيي چارواکي وایي، د دې ولایت په کجران ولسوالۍ کې پر امنیتي کمربند وسله والو طالبانو برید کړی، چې په ترڅ کې یې اته سرتیري وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

دوی وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو شاوخوا یوه بجه د یادې ولسوالۍ پر کمربندونو بریدونه کړي، چې تر څو ساعتونو یې دوام درلود.

د دایکنډي امنیه قوماندان محمد آقا داود نن یکشنبه امریکا غږ ته وویل: “تېر شپه یوه بجه سلګونو طالبانو د کجران ولسوالۍ پر امنیتي کمربند بریدونه وکړل، چې بدبختانه په دغه جګړه کې زموږ اته پولیس او ملي اردو وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.”

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه جګړه کې تر ۶۰ پورې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

که څه هم چارواکي وايي، چې د طالبانو برید یې پر شاتمبولی دی او وضعیت عادي حالت ته ګرځېدلی؛ خو د دایکنډي د ولایتي شورا غړي د اندېښنې په څرګندلو د طالبانو د بیا برید احتمال نه ردوي.

د جواهري په نوم د ولایتي شورا یوې غړې وویل: “د ټپيانو شمېر زیات دی، کېدایشي د وژل شوو کسانو شمېر زیات شي.”