دوشنبه , 29 اپریل 2024

طالبانو ته نږدې سرچیني: د امریکا نویو وړاندیزونو د سولې هوکړه ځنډولې ده

طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینې وایي، که چیرته امریکا د طالبانو لپاره نوي وړاندیزونه نه وی کړي؛ نو د سولې هوکړه به ډېره موده مخکې لاس لیک شوې وه .

له دې ډلې د طالبانو پخواني چارواکي جلاالدین شینواري ویلي ، امریکا د طالبانو لپاره اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې د نویو شرطونو په توګه وړاندیز کړي؛ چې د سولې هوکړې لاس لیک یې ځنډولی او اوس طالبان له خپلو مشرانو سره په سلا مشورو لګیا دي .

بل لورته بیا یو شمیر سیاسي ګوندونه او د سولې فعالان وایي، که د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاس لیک شي په لسمه ورځ یې له افغان حکومت سره خبرې پیلیږي چې ټول سیاسي لورې ورته تیار دي او د بین الافغاني خبرو د ژر پیل غوښتونکي دي .