طالبانو د ګردیز- زرمت پر سړک درې افغان سرتیري او دوه ملکیان وژلي دي

د پکتیا ولایت د امنیت آمر لطف الله کامران ویلي، دوه وسله وال طالبان چې د ښځو جامې یې په تن وې پر سراچه موټر برید کړی او د دوه ملکیانو په ګډون یې پنځه تنه نظامیان وژلي دي.

نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کې دوه د ملي اردو سرتیري، یو پولیس او دوه ملکیان شامل دي.

په خپله وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.