چهارشنبه , 15 مې 2024

طالبانو سره له هوکړې وروسته به هم افغانستان کې پوځیان پرېږدو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، له وسله والو طالبانو سره له هر ډول هوکړې وروسته به هم امریکا په افغانستان کې خپل ۸۶۰۰ پوځيان پرېږدي.

نوموړی دا خبره په داسې وخت کې کوي چې دوحه کې د امریکایي پلاوي او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو دوام لري.

په دې خبرو کې د طالبانو تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې امریکا دې له افغانستان د خپلو ټولو پوځیانو د ایستلو لپاره مهالوېش اعلان کړي.

پخپله ولسمشر ټرمپ هم بیا بیا ویلي چې غواړي امریکایي پوځیان له افغانستان وباسي او په دې هېواد کې د امریکا ۱۸ کلنه جګړه ختمه کړي.

خو د پنجشنبې پر ورځ وریټرز او اې اېف پي خبري اژانسونو د ولسمشر ټرمپ له قوله لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا یو نه یو ډول پوځي حضور اړین دی.