طالبانو هرات کې ۲۳ تنه ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اړولې

د هرات ولایتي چارواکې وایي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې پر ملکي وګړیو برېد کړی چې په ترڅ کې ۷ تنه ملکي وګړي وژلي او ۱۷ نور یې ټپیان کړي دي . د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې پېشه تیره شپه رامنځ ته شوې او په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل چې ټپیان د رباط سنګي ځایي روغتون ته لېږدول شوي دي . د والې ویاند دغه برید د وسله والو طالبانو یو ستر جنایت بولي او زیاتوي چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي . یو شمیر ځایي اوسېدونکو هم رسنیو ته منلې چې وسله والو طالبانو پدغه برېد کې د یوه ښونکې په ګډون یو شمیر دولتي کارکونکي له کورونو ویستلې او په ډزو یې وژلي دي . وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي .