طالبان او حكومت- نور ولي سعید شینواری

                                                                                                                          تکل

   طالبانو ته دا خلك ناراضي يا مرور وروڼه، سياسي مخالفين، پرده دار او باحجابه مخلوق وايي او حكومت ته كله كله په احساساتو كې جاخه، ټانګه، د شلو مليونرانو سقاوه او داسې نورې نومونې هم مجاز ګڼي.

 طالب جان د ميمونې يو پخوانى عاشق تېر شوى، هغه څه وايي چې طالبه خداى كه خو ملا شې

په كتاب پروت يې يادوې شينكي خالونه

خو يو ګړۍ ساز طالب جان نومېده په خپله خوارۍ يې درې زامن انجينران كړي وو. يو بل افسانوي طالب و. ده بيا له استاده فمن طلب فقد وجده زده كړي وو، نو ويل يې زه خو د پاچا لور كوم، هغه ورته ويلي وروره ماته به اووه، اووه كلن اوښان په اووه- اووه منه سرو زرو بار راوړې.

نيا مې كيسه كوله چې دا فرمايشات يې د حاتم طايي په مالي مرسته ورته رسولي او د پاچا لور يې په لوى لاس له تخت نه په تخته كېنولې وه.

بيا وروسته چې ما كتابونه لوستل نو حاتم طايي پسې هم ډېرې ناتكرار كړې كارنامې تړل شوې وې، هغه له اسلامه هم پخوانى و.

د طالبانو په وخت كې داسې خلك وو چې د ماسپښين لمونځ يې ۵ واره كړى او داسې هندوان هم وو چې له ډاره به يې څلور وخته جماعت كې ونډه اخسته.

موږ هم چې مدرسې ته تلو  طلباكرام يې راته ويل او هغوى چې په مدرسه كې تيارې ته پاتې كېدل نو چڼي يې ورته ويل.

۱۳۷۵ كال و چې د مجاهدينو په څنډلو پسې طلباى كرام افغانستان كې خواره شول، خلكو د صحابه كرامو غوندې ورته كتل، خو د باميانو قتل عامونو د دوى اميج خراب كړ؟

د طالبانو په حكومت كې زه له ورور سره وطن ته راتلم نو د تورخم په يو ګړابنده هوټل كې مو شپه شوه، سهار يې رانه ورور په متروكه لمانځه ته پاڅاوه او زه صغير يې هم ووهلم، خو بيا يې بخښنه وغوښته ويل يې كه صغير هم يې په امام پسې لمونځ درته ښه دى مګر په وروستي صف كې به درېږې.

په دا بټي كوټ كې يې رانه بيا د ږيرې خريلو په تور محكوم كړ او يو زبردست كونداغ يې كش كړ، زما ژړا يې چې پرېښوده، پرې يې ښود.

اوس په دې اطرافي كليو كې طالبان لږ لږ د حكومت د كوم  خيرن او ككړ ولسوال يا قومندان په خوښه هم كار كوي، مثلا يو عسكر ويل، زموږ چې د مصرف تېرولو ته زړه وشي، قومندان مرور ورور ته زنګ وكړي چې ته خو مړه په دې پوسته يو څو ډزې راوكړه.

هغه يو شنګ تېر كړي، كه كوم بدبخته په ټاور كې ناسم او ملامته ناست وي، نو بغ په دا خوله ولګي.

قومندان امر وكړي اخوا دېخوا ټراررى شروع شي، چې لس كارتوس مصرف كړي، حكومت ته د ۳۰۰ كارتونوسو د مصرف راپور وركړي.

كله كله يې د سختې دښمنۍ كيسې هم اورم د ولسوالۍ د يو قومندان نه خبر شوم چې په زرنج كې يې د خټو تنور بار كړى و، بيا دى په كې د قطاع الطريق طالبانو له ډاره پټ شوى او ولسوالۍ ته تللى و.

د طالبانو او د حكومت د ځايي امنيتيانو ټليفوني كنځاوې هم په دې موبايلونو كې خلكو سره ډېرې پيدا كېږي.

يو طالب و، سهار به يې د داعش جنډه جيګوله، ماښام د امارات په اسلامي فقه كې حيران ملامت و، ايسته يې پنځلس زره معاش باندې حكومت ته وسله وركړه.

يو حكومتي قومندان مې وليده چې په موبايل يې ترانه ثبت كړې وه، سبا به چا درته په سر ويشتلى وينه… د ملي اردو د عسكر مورې زوى دې پوي كړه…

يو دهقان حكومتيانو ته د كلي په بازار كې مخته شوى و، ويل يې مرګ په ټرت و پرت… مرګ په ټرت و پرت… نور يې بېلچه په اوږه كړې او تښتېدلى و.

حكومتيانو ويل دا سړى ښه نه دى، ايسته يې نيولى، ويل دا څه دې ويل د مشرانو احترام در كې نه شته؟

 ده ويل د څه شي احترام؟ خو تاسې ټرت ياست او هغوى پرت، چې تاسې راټرت وهئ هغوى پرت وهي، چې هغوى راپرت وهي، تاسې ټرت وهئ. قومندان سر څنډلى و چې هو ولا دا خو ده، ايسته يې له اعاده حيثيت سره بېرته خوشې كړى و.

كه موږ متضادې كلمې سره تړو، نو د طالب لپاره اربكى ښه مناسبه متضاده كلمه وضع كېدلاى شي، اربكيان اكثره د طالبانو نه پټ كورونو ته په سراچه موټرو كې وځي، په خوږياڼو كې يو وار طالبان راوتلي وو، د سراچې په ډاله كې اربكيان وو، يو دم سره كېوتل، يوه زنانه په موټر كې ناسته مړه شوه.

ملك چترال ورته وايي، ښه ډنډه خلقي دى، په بټي كوټ تېرېده، نو د طالبانو قومندان ورنه پوښتنه كړې وه چې وړاندې جګړه وشوه، څه پېښ شول؟

چترال ويل، دوه عسكر شهيدان شول، دوه طالبان شهيدان شول او پنځه ملكيان مردار…

قومندان ويل، استغفرالله تاسې خو داسې وخت كې بچت پيك كې جنت ته ځئ، داسې مه وايه، ويل نه ولا چې ويې وايم. تاسې خپلو كې جوړ ياست موږ ته مو ايښې ده.

خبر شوم چې پخوا به ملكانو هم طالبانو ته بيعت وركاوه او هم به حكومت په كليو كې لكه چرګوړي چاړې ته ايښودل. مګر اوس زموږ ملايان هم خوندي نه دي، زياتي ملكان د اعتبار وړ سرچينې نه دي، طالبان هم له ملايانو بيعت غواړي او حكومت هم ګوتې پرې وهي چې وروره دا منبر داسې شى دى چې په خلكو يې تاثير ډېر دى، لږ پرې دېخوا ته هم شيده كوئ.

طالبان كله كله بې ډوله اتڼ باندې هم ليدل شوي، خو اتڼي طرز ترانه په دې غوبل كې نه شم ردولى.

دوى د ښځو جامو كې هم نيول شوي او خان اغا لالا خو يې يو وار بادغيس كې اخلاقو نه هم خورا متاثره شوى و، دى يې نيولى و، ۴۵۲۶ افغانۍ يې ورنه اخستې وې، خو چې كيسه ميسه په كې نه وه راوتې، په پوره امانتدارۍ يې ورته بېرته په كاش كې ايښې وې.

په سيداګل پسې يو وخت مشهوره وه چې د اربكيانو قومندان كېږي، طالبانو له بره نه په فرمايش نيولى او يوه پنجه ځورولو، ډارولو ته يې وړى و.

كله به يې ورته چاړه په تيږه اچوله، كله به يې لمونځ پرې له سره تېراوه، كله به يې ورته ويل چې وګډېږه بيا دې پرېدو او كله به يې ورته ويل وروستى وصيت او خواهش دې وايه…

ده ورته ويل چې كه مړ مې كړئ نو بې ګناه شهيد نوم راباندې كېږدئ.

د سيداګل يو بل خپلوان يې نيولى و، داسې يو ځاى پورې ورسره ولاړ هم و، خو ويل يې وروره خپه نه شئ تاسو دلته كېنئ، زه لږ د يوشي ځواب وايم.

هغوى ورته ناست دي او دى ترې ايسته ونې ته ختلى و، فقير چې بيا دې ونې ته د ختو د سزا كيسې راته وكړې، نو حيران دريان شوم ورته.

طالبانو د خپلې ډلې په سړي باندې هم طبعه جوړه كړې، ورته وايي ته جاسوس يې، قران قسم ورته كوي چې كه مو راباندې ثبوت كړه نو زه به ستاسې ښځه يم.

يو يې په ميعاد تېره تعويذونو د ماښام او مازيګر د مكروه شيبې په منځ كې نيولى و، ده ورته ويلي، وروره په شهادت خو مې هسې هم رسوئ، زه به دلته په دې لاره كې ورته دوه ركعاته نفل شم….

په دا ايسته ولايتونو كې بيا حكومت يو خړى نيولى، وايي طالب يم خو لمونځ مې په قران كې زده وي.

د طالبانو او د حكومت سوله د بسوګۍ له واده بدتر كار شو، اوس چې چاته د سولې نوم اخلې، نو تبه يې نيسي، وايي ګومان مې نه شي