طالبان دې د امریکایي پوهنتون استادان له کوم شرط پرته خوشي کړي

هېواد کې د امریکایي پوهنتون رییس ډیویډ سیډني په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان دې ددوی د استادانو د خلاصون لپاره شرطونه نه اېږدي.

دده په خبره دغه استادان په بشردوستانه همکاریو بوخت وو او موخه یې د افغان ځوانانو روزل و، نو ددوی برمته کول او بیا یې د خلاصون لپاره شرط اېښودل د بشري حقونو ضد کار دی.

سیډني پر طالبانو غږ کړی چې دغه کسان دې له کوم شرط پرته خوشي کړي ځکه کورنۍ او همکاران یې ددوی په اړه اندېښنه لري.

ډیویډ سیډني داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې طالبان د یادو کسانو د خلاصون په بدل کې د ۸۰ زندانیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي.