طالبان دې د تاوتریخوالي کمولو برخه کې خپله رښتیني ژمنیتا وښيي

دغه خبرې د ناټو عمومي منشي ین سټولټن برګ بروکسل کې خبریالانو ته وکړې. د نوموړي په خبره ناټو د افغان ځواکون ملاتړ ته له دې امله دوام ورکوي، ترڅو طالبانو ته دا وښيي، چې دوې د جګړې له لارې بریا نشي خپلولای او باید د مذاکراتو میزته کیني.

د ناټو عمومي منشي ین سټولټن برګ چې، بروکسل کې یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، افغان امنیتي ځواکونه اوس له بل هر وخت پیاوړي شوي او په وینا یې دوې د افغان ځواکونو ملاتړ ته له دې امله دوام ورکوي، ترڅو طالبانو ته دا وښښي، چې دوې د جکړې له لارې بریا نشي خپلولای او باید ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي

(( موږ فکر کوو او په دې قانع شوي یو چې د ناټو لپاره سولې ته د شرایطو برابرولو غوره لار د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنه او مشوره ور کول دي، دوی ترهګرو ته، طالبانو ته دا پيغام رسولی شي چې په جګړه کې ګټه نه شي کولی او په کارده چې د سولې خبرې وکړي ))

د ناټو عمومي منشي په وینا طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو کې خپله واقعي ژمنتیا وښيي او د تل پاتې سولې لپاره بین الافغاني خبرو کې برخه واخلي

د ناټو عمومي منشي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتو ته په اشارې وویل د ناټو غړي هېوادونه په ګډه افغانستان ته راغلي او د بیرته ایستلو پریکړه به یې هم په ګډه د ټولو په سلا مشورې کیږي.

(( مونږ او زمونږ متحدین په ګډه افغانستات ته تلل یو، په ګډه به له افغانستانه ووځو،ځکه مونږ نه غواړو د تل لپاره افغانستان کې پاتې شو او کله چې، د سولې لپاره شرایط برابر شول او افغان ځواکون په ځان بسیا شول نو مونږ به له افغانستان په ګډه ووځو))

د ناټو عمومي منشي له افغانستانه د  بهرنیو ځواکونو د ویستلو په اړه دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر کې له طالبانو سره په مذاکراتو بوخت دی او ددغو مذاکراتو یوه مهمه برخه له افغانستانه د بهرنیو د ځواکونو ویستلو مسله ده.

امریکايي چارواکو ویلي، د خبرو دې پړاو کې ډېر ټینګار د تاوتریخوالي پر راکمولو دی، خو افغان دولت پر اوربند ټینګار کوي چې له هر ډول خبرو وړاندې باید وشي.