طالبان دې د ټوپک له لارې ښارونو ته د ننوتلو هڅه نه کوي

لیکنه : سمیع عزیزي

تېره شپه زرګونو وسله والو طالبانو د غزني ښار د تصرف هڅه وکړه خو دا هڅه په دغه ولایت کې د میشتو ځواکونو لخوا شنډه شوه چې د امنیتي‌ بنسټونو د مالوماتو له مخې په پېښه کې د طالبانو ډلې سلګونه کورني او بهرني جنګیالي وژل شوي‌ او جسدونه يي‌ د ښار په کوڅو او سړکونو کې پاتې دي.

داسې ښکاري چې دا بیه دوی ته په لوړه بیه پرېوتې ده. د مالوماتو له مخې طالبانو د دې برید لپاره له څو میاشتو راهیسې پر چمتوالیو لګیا وو، له نورو سیمو او ولایتونو څخه يي جنګیالي د غزني ولایت ته را غوښتي وو او بهرني جګړييز مشاورین يي د برید د پلان جوړولو لپاره ګمارلي‌ وو خو داسې ښکاري چې په برید کې يي بې سارې ماتې خوړلې او د دوی د وړاندوینو پر خلاف يي ګڼ شمیر جنګیالي وژل شوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ‌ ته کیږي چې د ملي یووالي حکومت مشران، په اختر کې د دوېیم ځل لپاره له طالبانو سره د اوربند پر لارو چارو بوخت دي. په اختر کې دوېیم اروبند ته ظاهرا وسله والو طالبانو هم شین څراغ ښکاره کړی. پوښتنه رامنځ ته کیږي چې طالبانو ولې د دوېیم اروبند په درشل کې داسې خونړی برید ترسره کړ؟

لومړی تحلیل دا دی چې په دې برید کې دوه لوی اهداف نغښتي دي، یو دا چې وسله وال طالبان د تیر اوربند له پایلې وېره لري چې ښايي‌ له جګړې سره به د طالب جنګیالیو علاقه مندي نوره هم کمه شي او راتلونکی اوربند به د دوی د غوښتنو موقف کمزوری کړي.

دویم تحلیل دا دی چې طالبانو په دې برید سره ښکاره کړه چې دوی اوس  هم کولای شي پر لویو ښارونو ډله ییز بریدونه وکړي او افغان حکومت وننګوي او له دې لارې د سولې په مذاکراتو کې امتیاز طلبي وکړي. سربېره پر دې د خپلو جنګیالیو او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ترمنځ کرکه رامنځ رامنځ ته کړي، او د بې باورۍ فضا لا پسې خړه کړي.

پایله

موږ په تېرو شاوخوا یو نیمه لسییزه جګړه کې د دې شاهدان وو چې وسله والو طالبانو آن د لویو ښارونو تر مراکزو را ورسېدل سیمې یي لاندې کړې او له دواړو لورو ګڼ شمېر کسان ووژل شول خو پایله يي‌ دا شوه چې طالب په هېڅ یوه سیمه ولکه ټینګه نشوای کړای. پرته له دې چې زرګونه کورنۍ بې ځایه کېدو ته اړې شوې، زرګونه بې ګناه خلک ووژل شول، د انکشافي پروژو مخه ډب شوه او په ټوله کې وضعیت منفي لور ته وخځېد. اوس طالبانو ته باید پتیل شوې وي چې جګړه د حل لار نه ده او یوازې د سولې مذاکرات کولای شي دوی خپلو اهدافو ته نېږدې کړي. طالبانو او نورې جنګېدونکې ډلې باید په دې پوه شي چې جګړه یوازې خونریزي رامنځ ته کوي او له اهدافو يي‌ لرې کوي. طالبان يي باید له تېر اوربند څخه زده کړي چې ښارونو ته دې د سولې له پیغام سره دننه شي نه د ټوپک په زور.