د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز کندهار کې د کرونا د تشخیص لابراتوار د پرانیستو پر مهال پر طالبانو غږ کړی، چې د کرونا ویروس سره د کامیابې مبارزې لپاره اوربند اعلان کړي.
نوموړي همدا راز ویلي، کندهار کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار د ۱۰۰ کسانو د وینې د معاینې وړتیا لري او په دې لابراتوار کې به د کندهار تر څنګ د زابل، روزګان او هلمند ولایتونو د کرونا مشکوکې پېښې هم معاینه کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره تېره اوونۍ ولسمشر غني هم طالبانو ته د اوربند وړاندیز کړی و، خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې.