طالبان وایي، ځینې کړۍ د سولې خبرو ناکامولو هڅه کوي

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، ځینې کړۍ هڅه کوي، له امریکا سره د طالبانو روانې خبرې چې یو حساس پړاو کې دي، ناکامې کړي او پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي. نوموړي له الجزیره خبري شبکې سره خبرو کې ویلي، ځینې د سولې خبرو ناکامولو هڅه کوي، خو په وینا یې په دې هڅو کې به څوک بریالی نشي، ځکه چې طالبان واحد دریځ لري. شاهین زیاته کړې، ټولو وسلوالو طالبانو ته سپارښتنه شوې، چې له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن اوسي او په خبره یې، د نورو له لوري د هر ډول تېري ځواب ته هم چمتو دي. سهېل شاهین دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې د ټاکنو وروستۍ پایلو تر اعلان وروسته د عبدالله عبدالله په مشرۍ ټاکنیزې ډلې په شمول یو شمېر سیاسینو د دغو پایلو مخالفت اعلان کړی او یو شمېر ولایتونو کې یې حرکتونه پیل کړي دي.