وسله وال طالبان وایي، داسې اټکل کیږي چې له افغان حکومت سره پلان شوي بین الافغاني مذاکرات سبا پیل نه شي .
د وي په وینا دا مذکرات سبا ځکه نه شي پیلېدی چې د ولسمشریزو ټاکنو دوه سیالان محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله پلان لري چې د لوړې دوه موازي مراسم جوړ کړي.
د فیبرورۍ په ۲۹ مه نېټه د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې تر لاس لیک وروسته امریکا پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو فشار راوستی چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل کړي چې ټاکل شوې وه سبا پیل شي .
خو اوس تازه وسله والو طالبانو خبر وکړې چې په یوه ورځ په موازي توګه دوه ځایه د لوړې مراسم
ترسره کول هغه څه دي چې د بین الافغاني خبرو پېلیدل ځنډولی شي .
د وسله والو طالبانو پروینا ، د سولې هوکړې له مخې تر بین الافغاني خبرو مخکې باید د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر بشپړ شي چې تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ اقدام نه دی شوی .
د وسله والو طالبانو ویاند ذبيحالله مجاهد وايي په داسې حال کې چې د ولسمشر غني او په ولسمشرۍ ټاکنو کې د هغه د مخکښ سيال عبدالله عبدالله ترمنځ جنجالونه دي، نو افغان حکومت به پر وخت د بندیانو تبادله بشپړه نه کړي .
دهغه په وینا ، دوی غواړې د لوړې مراسمو پرځای دې پربین الافغاني خبرو تمرکز وشي او خپل منځې اختلافت دې یوې خواته کړې.
ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې د وسله طالبانو او افغان حکومت د زندانیانو ساتونکو پرون او وړمه ورځ په دوحه کې سره کتلي دي .
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې تر لاس لیک وروسته دا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ لومړني رسمي تماسونه ګڼل شوي دي .