طالب او امریکایي پلاوو قطر کې د بین الافغاني خبر پر پیلېدو خبرې کړې

قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر قطر کې د وسله والو طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره لېدلي دي . سهیل شاهین په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي پدغه کتنه کې چې د قطر هیواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق القحطاني هم پکې وو ، د زندانیانو په ژر خوشې کېدو او د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو خبرې شوي دي . دا په داسې حال کې ده، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چار وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیزاد دوه ورځې وړاندې د افغان سولې په تړاو د قطر په ګډون ځنې هیوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي .