طالب وسله والو لغمان او ننګرهار ته دتلونکې برېښنا مزي پرې کړې دي

چارواکي وایي،  چې د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه لغمان او ننګرهار ته د لېږدول شوې برېښنا مزي د وسله والو له لوري پرې شوي دي. د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وویل، چې نن غرمه یوولس نیمې بجې د سروبي ولسوالۍ د اوزبین مستۍ چینې په سیمه کې وسله والو طالبانو له نغلو څخه د لېږدول شوې برېښنا مزي په ډزو ویشتي دي. د برېښنا لینونو د پرې کېدو له کبله په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له برېښنا څخه بې برخې شوې دي. نوموړی وایي، د لینونو د پرې کېدو علت معلوم نه دی، خو دوی سیمې ته قومي مشران لېږلي ترڅو له وسله والو سره خبرې وکړي او بېرته د برېښنا پرې شوي لینونه وتړي. د کابل سروبي ولسوالۍ څه لغمان او ننګرهار ته لېږدول شوې برېښنا ډېر کله د باد باران او وخت ناوخت بیا د وسله والو ډلو له لوري پرې کېږي.