طوفانونو د لسګونه میلیونه وګړو ژوند له کړاوونو سره مخ کړی دی

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د مرګونو ژمنیو طوفانونو لمن مخ په پراخېدو ده، چې د نږدې سل میلیونه وګړو ژوند یې له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړی دی.

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د واورو ورښت، واورې ښویېدنې او طوفاني بادونو د شاوخوا ۷۰ میلیونه وګړو ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړی دی، چې سړکونه یې تر پاکولو وروسته سمدلاسه یخکونه نیسي او موټرې یا هم له یو بل سره ټکر کیږي او یا هم له سړکه د منحرف کېدو له امله له سړکونو ولیږي.

د دغو طوفانونو له امله د امریکا له (ګرېټ لېکس) څخه د دې هېواد تر شمال – ختیځ پوري غځیدلي ټول سړکونه یخکونو نیولي دي او ګڼ شمېر ټرافیکي پېښې په کې رامنځته شوي دي.

اوسمهال یاد طوفانونه د دې هېواد په چېکاګو، کاډېلاک، ډیټروییټ، پېټسبرګ، بالټیمور، نیویارک، بوسټان، آلباني او یو شمېر نورو ایالتونو کې روان دي، چې د هوایي ډګرونو د ادارو له لوري سلګونه الوتنې لغوه شوي دي.

د اې بي سي نیوز د راپورونو له مخې، دغه مرګوني طوفانونه د ډېټرویېټ ایالت څخه پیل شوي، چې په چټکۍ سره نورو ایالتونو ته غځیږي.

په آیوا ایالت کې په یوه وېډیو کې لیدل کیږي، یو ترافیکي پولیس د پېښې ځای ته ورځي تر څو د پېښې له قربانیانو سره مرسته وکړي، چې یو بل موټر له سړکه منحرف کيږي او نږدې دی، چې دغه پولیس هم ووژني.

چارواکي وایي، د جمعې ورځې راهیسې دوی ته د شاوخوا دوه سوه ترافیکي پېښو راپورونه ور رسیدلي دي، چې مرګ – ژوبلې هم ورسره مل دي.

چارواکي په دې ټینګار کوي، چې یادو ایالتونو له یو بل سره نښلول شوي سړکونه باید وتړل شي؛ تر څو د پېښو مخنیوی وشي.

دغه طوفانونه چې د واورو سربېره بارانونه هم ورسره مل دي، د اوسیدونکو او مسافرو ستونزې یې ځکه لا ور زیاتې کړي دي، چې بارانونه سمدستي په یخکونو بدلیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ډېټرویېټ ایالت کې د ډېلټا شرکت یوه مسافر وړونکې الوتکه له مسیره منحرفه شوې ده؛ خو کوم څوک چا ته په کې مرګ – ژوبله نه ده اوښتې.

د امریکا په ( کواډ سیټي) بین المللي هوایي ډګر کې شاوخوا ۷۰۰ الوتنې لغوه شوې او تر ۷۰۰ زیاتې الوتنې وځنډول شوې.