طوفان هریرود، سیمرغ البرز ته ۱-۰ ماتې ورکړه

د افغانستان غوره لیګ سیالیو په دوام په څلورمه لوبه کې طوفان هریرود وتوانېده، چې سیمرغ البرز یو د صفر پایلې سره ماتې ورکړي.

د دې لوبې په لومړۍ نیمه پای لوبه کې یوه لوبډله هم په ګول وهلو بریالۍ نه شوه.

د دویمې نیمایي په شلمه دقیقه کې د طوفان هریرود لوبغاړی رحمت الله خېرخواه په دې وتوانید، چې په یوې ازادې ضربې سره د خپلې سیالې لوبډلې ګول کلپ مات او ګول ترسره کړي.

په دې لوبه کې دواړو لوبډلو په یو بل د ګول وهلو ډېرې هڅې کولې، خو د سیمرغ البرز لوبډلې تر اخره کوم ګول ونه شو وهلی او لوبه یې صفر د یو پایلې سره هریرود ته وبایلله.

د لوبې غوره لوبغاړی رحمت الله خېر خواه وټاکل شو.

ټاکل شوې نن ماښام ۵ نیمې بجې په دې سیالیو کې اباسین څپې له شاهین اسمایي سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

نصرت الله عمرزی