طوفان هریرود لوبډلې په دې لوبه کې درې ګولونه ووهل، په داسې حال کې چې د میواند اتلان په یو ګول هم بریالي نه شول.
طوفان هریرود ته لومړی ګول د لوبې ۱۸مه دقیقه کې یار محمد ذکر خېل وکړ،
دویم ګول ورته لس دقیقې وروسته په ۲۹مه دقیقه کې روف قادري ووهلو.
د دې سیالۍ لومړۍ نیمایي دوه د صفر مقابل کې د طوفان هریرود په ګټه وه.
دویمه نیمایي کې هم طوفان هریرود په زړه پورې لوبه پیل کړه او په ۴۷یمه دقیقه کې رحمت الله خېر خواه د خپلې لوبډلې لپاره دریم ګول ووهلو.
د میوند اتلان که څه هم په خپل ګروپ کې په لومړي مقام کې ده، خو دې لوبه کې په ګول وهلو ونه توانېده او لوبه یې درې د صفر پایلې سره طوفان هریرود ته وبایلله.
رؤف قادري د یو ګول ترسره کونې او همدارنګه د میدان سرترپایه پورې د پام وړ لوبې نندارې ته وړاندې کونې سره، د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
د دې سیالیو په لړ کې نن ماښام ۵ نیمې بجې د سپین غر اتلان د موجهای آمو لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
نصرت الله عمرزی