طوفان هریرود پرله پسې درېیمه بریا هم خپله کړه

د افغانستان غوره لیګ فوټبال سیالیو کې طوفان هریرود لوبډلې عقابان هندوکش ته درې د صفر ماتې ورکولو سره پرله پسې درېیمه بریا هم خپله کړه. طوفان هریرود ته لومړی ګول په ۴۲مه رحمت الله خېرخواه پنالتي وکړ، دویم ګول په ۵۲مه دقیقه کې یار محمد ذکرخېل او له دې ۱۴ دقیقې وروسته ورته دریم ګول غلام رضا یعقوبي وکړ. دا د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وه، چې تېر ماښام ترسره شوه. په الف ګروپ کې شاهین اسمایي لومړي او اباسین څپې دویم، خو په ب ګروپ کې طوفان هریرود لومړی او میوند اتلان دویم مقام لري. نصرت الله عمرزی