ظالمه ولې دې دا کار وکړ؟

د خپل وحشت خو دې اظهار، وکړو

په ډیــــــرو هیلـــــو دې بمبار، وکړو

ګوره په دې خو جنت نـــشې ګټئ

دادې له دین څخه انکـــــــار، وکړو

د چا دې ټولې هیلــي خاورې کړلې

د چا په ستـــــرګو دې ګذار، وکړو؟

خپله لورکئ به یـې څنګه حال وي

په یو مظلــــــوم دې انفجار، وکړو

ظالیمه کـــــــــور دې الله ونــــړوه

تا نو په کــــوم جُـــرم دا کار، وکړو

بهار اندړه غـــــږ دې پور ته کړه نور

یو چا نن بیا د کفـــــــــــــر وار، وکړو

بهار