ظاهره وسيم: عامر خان ژمن اداکار دى

د باليوډ کشره او نوې ادکاره ظاهره وسيم وايي، چې عامر خان د خپلو احساساتو په بنياد فلم جوړوي او خپل کار ته پوره ژمنتيا لري.

ظاهره وسيم، وايي چې عامر خان ته خلک ښاغلى پرفيکشنيست وايي، خو دې ورته ښاغلى پيشنت Mr. Passionate وايي.

د ظاهره وسيم په وينا د عامرخان سره په فلم کې په کار کولو مجبوريږي، چې خپله ټوله خواري وکړي، څو يو ښه فلم جوړ کړي.

ظاهره وسيم تازه له عامر خان سره په سيکرټ سوپرسټآر فلم کې کار کړى.

که فلم څه هم ښه بازار ونه کړ، خو بيا هم د کتونکو د تود هرکلي سره مخ شو.

ظاهره وسيم وايي، خوشاله ده، چې فلم يې د کتونکو د خوښې وړ ګرځيدلاى.

ظاهره چې اصلا د کشمير مسلمانه جلۍ ده، د عامر خان سره يې په دنګل فلم کې هم کار کړى و.

وسيم وايي، چې داوړوه فلمونه يې په جمو او کشمير کې هم خلکو خوښ کړى او دى ورته ډيره خوشاله ده.

د هندي سينما ځينو ستورو هم دا فلم خوښ کړى.

نوازالدين صديقي وايي، دا فلم دې د 2017 کال غوره فلم ونومول شي.

بل پلو عامر خان وايي، چې ياد فلم به ژر په چين کې هم خپور شي.

چينيان د عامرخان ډير مينوال دي.