شپاړلس ۱۶ کلنه ظاهره وسیم وايي، چې تمه يې نه وه ګنې دا به هم د سینما پوره ټایم ستورې او ادکاره شي.
ظاهره وسیم د کشمیر ده. هغې د عامرخان سره تیر کال په دنګل فلم کې کار وکړ. اوس تازه هغې د عامر خان سره په یو بل فلم (سیکرټ سوپرسټار) کې مخکښ رول ولوبوه.
په دنګل فلم کې څه هم د ظاهره رول دومره مخکښ نه و، خو په اوسني فلم سیکرټ سوپرسټار کې مخکښ ښځینه رول لري.
سیکرټ سوپرسټار د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر په ۱۹ مه) خپور شو. فلم کې ظاهره کوچنۍ سندرغاړې ده، چې کورنۍ يې د سندرو ویلو ته اجازه نه ورکوي، خو دا خپل زوق پالي.
عامر خان بیا په همدې فلم کې د ښه میوزیک پوه رول لوبوي، چې له ظاهره ډیره مرسته کوي، څو خپلو موخو ته ورسیږي.
تمه ده، چې د عامرخان او ظاهره وسیم دا فلم به ښه بازار ولري.