ظاهر خان د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ښه ځلیږي

افغان چینامین توپ اچونکی ظاهر خان د انګلستان ویټالیټي بلاسټ شل اوریزو سیالیو کې ښه پیل کړی.

نوموړي د درهم لوبډلې خلاف لوبه کې ۲،۲ اورنو کې د ۸ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.

دې لوبه کې د ظاهر خان اړوند لنکا شایر لوبډلې درهم لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو هدف ورکړ.

درهم لوبډله یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او ټول لوبغاړي یې په ۱۵،۲ اورونو کې په ۷۸ منډو وسوځېدل.

دې لوبه کې وروستی لوبغاړی ظاهر خان وسوځاوه.

دا په روانو بلاسټ سیالیو کې د ظاهر خان دریمه لوبه وه، نوموړي د درهم لوبډلې خلاف په خپله لومړۍ لوبه کې هم دوه ویکټې اخیستې وې.

خبریال: نصرت الله عمرزی