ظریف وايي، د اټومي موافقې د ژمنو عملي کول د ټولو په ګټه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د چیک جمهوریت په مرکز پراګ کې خبریالانو ته وویل، دا د ټولو اړخونو په ګټه ده چې د دې اټمي موافقې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

محمد جواد ظریف وايي، دی باور لري چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د تهران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اټومي موافقه ومني.

ده ویلي چې زیات خلک او زیات هېوادونه د تهران او د نړۍ د ۶ سترو قدرتونو په اټمي موافقه کې ښکیل دي او د نوموړي په وینا دا به د ټولو اړخونو په ګټه وي چې دې موافقې ته ژمن پاتې شي.

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي چې که دی جمهور رئیس شي؛ نو له ایران سره به پر اټمي موافقه له سره غور وکړي.

په امریکا کې سیاسي شننونکي وايي، ډونالډ ټرمپ کولای شي له ایران سره اټومي موافقه لغوه کړي، ځکه دوی وايي دا قانون نه دی او هر لوری کولای شي له دې موافقې ووځي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیا دا نا ممکنه بللې چې ګواکې ډونالډ ټرمپ به دا موافقه لغوه کړي؛ د روحاني په خبره دا موافقه د ملګرو ملتونو د زیات شمېر هېوادونو په تائید شوې ده او ټرمپ نه شي کولای چې دغه موافقه په خپل سره لغوه کړي.