سه شنبه , 30 اپریل 2024

عاليه اوس سنت سلام نه اخلي

یو وخت و چې عالیه بهټ په عادي فلمونو کې کار کولو ته زړه ښه کاوه او یو زمان خو یې بالیووډ ته راتګ یو خیال او خوب ګاڼه.

خو د کرن جوهر هڅو دا وړه ستورې دومره وځلوله چې اوس لا د لیلا بهنسالي په څېر د مهمو او لوی فلم جوړونکي په فلم کې له کار کولو انکار کوي.

له بالیووډه تازه خبرونه وايي، د کال له غوره زده‌کوونکې فلم شهرت ته رسېدلې عالیه بهټ لیلا بهنسالي ته غوڅ انکار کړی چې په فلم کې یې کار نه کوي.

رسنۍ لیکي، عالیه شاید دا کار د کرن جوهر په خوښه کړی وي، ځکه کرن له لیلا سره سخت په ټکر کې دی او له عالیې سره یې ژمنه کړې چې په تخت فلم کې یې را څرګنده شي.

عالیه بهټ هم رسنیو ته د لیلا بهنسالي په فلم کې د کار نه کولو دلیل همدا ټکی ښوولی، خو رسنیو بیا له دې خبر ور هاخوا د کرن او لیلا پر تضاد کرښې تورې کړې دي.

سرخط ورځپاڼه