عاليه بټ او رنبیر کپور واده کوي

د باليووډ د يوې مشهورې او فلمي جوړې عالیه بټ او رنبیر کپور په اړه د واده اوازې خپرېږي.د اداکارې عاليه بټ او رنبير کپور انډيوالي له ډېر وخت راهيسې روانه ده چې په غونډو او ډېرو ځايونو کې هم دواړه يو ځاى وي، اوس يې د واده په اړه اوازې هم خپرېږي.

د هندي رسنيو د ځينو راپورونو په وينا، د باليووډ دا مشهوره جوړه په ٢٠٢١ کال کې واده کوي.

 

عاليه بټ او رنبير کپور په ٢٠٢٠ کال کې غوښتل چې واده وکړي، خو د کورونا ويروس او د رنبير کپور د پلار رشي کپور د مړينې له امله هغوى د خپل واده پروګرام وځنډاوه.

 

خو عالیه بټ د دغو اوازو په ترڅ کې په خپله یوه مرکه کې وویل: ((ټول خلک له ما نه دا پوښتنه کوي چې زه به کله واده کوم؟ تاسې ته معلومات شته چې اوس زه يوازې د ٢٥ کلونو يم او زما په فکر په دې عمر کې واده کول به ډېر ژر واده وي.))

 

عاليه بټ تر دې وړاندې په يوه بله مرکه کې هم د خپل واده په اړه خلکو ته ويلي و، چې لږ صبر وکړئ، د صبر نه وروسته به ښه خبر واورئ.

 

هندي رسنۍ وایي، عاليه بټ د رنبير کپور د اپارتمان سره جوخت اپارتمان هم اخيستى دى او دواړه اوس ګاونډيان دي.

 

همدا راز دواړو په دې وروستيو کې په (براهمسترا) فلم کې هم ګډ کار کړى دى، چې ويل کېږي په ٢٠٢١ کال کې به نندارې ته وړاندې شي.

کاپي…