عالیه بټ د کورونا ضد واکسین د مهم والي په اړه سریال جوړوي

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره او پروډیوسره عالیه بټ د کورونا په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو اوازو او د کورونا ضد واکسین په اړه د دقیقو معلوماتو په تړاو یو وېب سریال جوړوي.

د معلوماتو له مخې، دا وې سریال The Intersection به پنځه برخې ولري. عالیه بټ د دې وېب سریال په اړه په خپل ټویټر اکاونټ کې مینه والو ته معلومات ورکړي دي.

په خپل ویډیو پېغام کې عالیه بټ ویلي دي، چې که څه هم واکسین راغلي دي، خو اوس هم ډېر خلک د تذبذب ښکار دي، د دې هر څه وجه په ټولنیزو رسنیو کې د غلطو معلوماتو خپرېدل دي.

نوموړې وايي، چې دا وېب سریال به د واکسین په اړه پوره او دقیق معلومات خلکو ته ورکړي او د واکسین د انتخاب په برخه کې به هم د خلکو سره مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده چې د روان کال د اپریل په دویمه نېټه عالیه بټ هم په کورونا ویروس اخته شوې وه، چې وروسته بیا کرنټین شوه او د اپریل په ۱۴مه نېټه يې د کورونا ټېسټ منفي راغی.

کاپي…