عامرخان ۵۳ کلن شو؛ د انسټګرام کارونه يې هم پیل کړه

د بالیووډ نوموتی ستوری عامرخان د مارچ په ۱۴ مه ۵۳ کلن شو. هغه د خپلې کلیزې په مناسبت هندوستان سره په مرکه کې ویلي، چې دا ځل د نوموړي لپاره تر ټولو بوخته کلیزه ده.

عامرخان د هندوستان په جیپور کې د خپل راتلونکي فلم (ټګز اف هندوستان) لپاره په شوټینګ بوخت دی.

کټرینا کیف چې په ټګز اف هندوستان فلم کې له عامرخان سره لوبیږي، په جیپور کې د عامرخان او خپلو نورو همکارانو سره یوځای د عامرخان کلیزه لمانځلې.

نوموړي د خپلې ۵۳ مې کلیزې د لمانځلو سره یوځای د انسټګرام کارونه هم پیل کړه.

عامر خان د هندي سینما نوموتی ستوری دی، چې د دنګل او پي کی په نوم کامیاب فلمونه لري. نوموړی د هندي سینما یواځینې اداکار دی، چې فلم يې د ډيرو پيسو ګټلو ریکارډ لري.