خبر به یاست چې د بالیووډ مسټر پرفیکټ یا عامر خان د خپل نوي فلم د پروموشن لهپاره ترکیې ته تللی.
هلته یې په دې سربېره چې له عامو خلکو سره لیدلي، د ترکیي ولسمشر او نورو مهمو چارواکيو سره یې هم ولیدل.
عامر خان ته هلته بېلابېلې ډالۍ هم ورکړل شوې، خو تر ټوله ښه ډالۍ ورته ترکي چارواکيو د قران کریم هغه نایابه نسخه ورکړې چې په ډېر ښکلي صحافت په لاس لیکل شوی دی.
هغه ته دا ډالۍ د ترکیې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر نعمان کرتلمس ورکړې.
عامر خان د ترکي چارواکيو له دې ډالۍ وروسته ښاغلي نعمان ته د هند د سفر بلنه ورکړې او ترې یې غوښتي چې هند ته د خپل سفر پر مهال له کلتوري ځایونو لیدنه وکړي.
د عامر خان نوی فلم به د اکټوبر په نولسمه نندارې ته وړاندې شي.