عامر خان د فلم له بريا وروسته يوه ځانګړې برخه اخلي

د باليووډ فلمونو مشهور اداکار عامر خان وايي، چې هغه د فلم څخه مخکې پېسې نه اخلي او کله چې فلم بريالى شي، ګټه وکړي او هر څه پوره کړي، نو له هغه وروسته بيا نوموړى يوه ځانګړې برخه اخلي.

 

عامر خان د بالي ووډ فلمونو هغه اداکار دى، چې د فلم سره يوازې د هغه نوم تړل د فلم د کاميابۍ ضمانت ګرځي، ځکه نوموړى هېڅ کله هم داسې کار نه کوي چې فلم په تاوان کې لاړ شي.

 

عامر خان ته د مسټر پرفيکشنسټ نوم هم ورکړل شوى دى، ځکه چې نوموړى په هر يو فلم کې داسې يو ځانګړى کردار لوبوي، چې ټول ورته حېران پاتې کېږي.

 

په وروستيو کې عامر خان د تهري ايډيټس، پي کى، دنګل او نور ډېر کامياب فلمونه ورکړي دي، خو وروستى فلم يې بيا ټهګز اف هندوستان و، چې د يادو فلمونو په څېر کامياب نه شو.

 

عامر خان څه وخت مخکې په يوه غونډه کې خبرې کولې او په فلمونو کې د کار کولو په بدل کې د پېسو په تړاو غږېده. هغه وويل چې (تارى زمين پر) او (تلاش) دوه هغه فلمونه و چې په ډېره کمه بوديجه جوړ شوي و، خو زما لپاره ډېر کامياب و.

 

نوموړي وويل، چې په پيل کې زه د فلم څخه يوه روپۍ هم نه اخلم، خو کله چې فلم کامياب شي، خپل مصارف پوره کړي، د نورو خلکو پېسې هم هغوى ته ورسېږي، نو له هغه وروسته زه يې د ګټلو پېسو يوه برخه اخلم.

کاپي…