عامر خان د نوي فلم (لال سينګ چډها) شوټنګ په ډيلي کې پيل کړ

د باليووډ د مخکښ او نامتو هنرمند عامر خان راتلونکى فلم (لال سينګ چډها) له پيله تراوسه د خلکو په خوله دى، له تېرو څو مياشتو راهيسې په دې فلم کې د عامر خان کردار او بڼه يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره تر بحث لاندې وه. اوس عامر خان په دې فلم يو ځل بيا کار پيل کړى دى.

د راپورونو په وېنا، عامر خان اوسمهال په ډيلي کې دى او د (لال سينګ چډها) فلم شوټنګ يې يو ځل بيا پيل کړى دى، خو دا ځل د عامر خان د کردار بڼه بېخي بدله ښکاري.

په ټولنيزو رسنيو کې د عامر خان يوه ويډيو ډېره لاس په لاس کېږي. په دې ويډيو کې ليدل کېږي چې عامر خان په سرک د فلم جوړونکو سره ولاړ دى او د څه په اړه ورسره خبرې کوي.

 

خو په ويډيو کې د عامر خان نوې بڼې يا څېرې ته د هغه مينه وال حېرانه دي، ځکه عامر خان له څو مياشتو راهيسې په داسې بڼه ګرځېده، چې ويښتان يې ټول سپين و او ډېر زوړ ښکاره کېده، خو په دې ويډيو کې هغه ډېر ځوان ښکاره کېږي.

د عامر خان د نوي فلم (لال سينګ چډها) لومړنى عکس چې خپور شو، نو په هغې کې عامر خان د يوه سيک په بڼه راښکاره شو، د هغه په سر پګړۍ تړلې وه او همدا راز اوږده ږيره يې وه، خو دا ځلې نوموړى په بدله بڼه ښکاري.

د يادولو وړ ده چې د عامر خان د دې فلم ثبت له کورونا نه مخکې پيل شوى و او پلان دا و چې سږکال د دسمبر په مياشت کې به دا فلم نندارې ته وړاندې شي.

د همدې لپاره عامر خان او فلم جوړونکو په دې فلم چټک کار هم روان کړى و، خو د کورونا له امله د فلم ثبت ودرېده او څو مياشتې په فلم هېڅ کار ونه شو. اوس ويل کېږي چې دا فلم به يو کال وروسته، يعنې د ٢٠٢١ کال د دسمبر په مياشت کې نندارې ته وړاندې شي.

 

په دې فلم کې بيا له عامر خان سره نوموتې هنرمنده کرينه کپور خان کار کوي.

کاپي…