عامر خان: سیکرټ سوپر سټار به ضرور په چین کې خپور شي

د بالیوډ د فلمونو وتلی ستوری عامر خان وايي، چې د تیر په څیر به دده اوسنی فلم (سیکرټ سوپر سټار) هم په چین کې خپور شي.

سیکرټ سوپر سټار چې سږ دیوالي (اکټوبر۱۹) مه خپور شو، پکې ښځینه رول کشمیرۍ جلۍ ظاهره وسیم لوبولای.

فلم په هندي سینما له یوې اوونۍ وروسته څه باندې ۴۱ کروړه هندي پیسې ګټلي دي.

د عامر خان د PK او دنګل فلمونو وروسته چې په چین کې خپاره شوه، چینانان د هغه په فلمونو سخت ورمات دي.

د یادونې وړه ده، چې دې دوه فلمونو نه یواځې په چین، بلکې په هندوستان او نوره دنیا کې هم تود بازار درلوده.

د عامر خان د نګل فلم د هندي سینما یواځینې ریکارډ جوړونکی فلم دی، چې په باکس افیس کې تر ټولو ډیرې پیسې ګټلي دي.

عامر خان وايي، سیکرټ سوپرسټار به په دوه دریو میاشتو کې په چین کې خپور شي.

سوپر سټار د یوې ماشومې نجلۍ کیسه ده، چې څنګه د خپلې کورنۍ د محدودیتونو سره سره خپلې موخې ته ځان رسوي. دا نجلۍ غواړي، چې سندرغاړې شي.

عامر خان بیا په فلم کې وتلی میوزیک پوه دی، چې د نجلۍ سره موخې ته په رسیدو کې مرسته کوي.