یکشنبه , 28 اپریل 2024

عامر خان په (لګان) فلم کې د کار کولو څخه انکار کړی و

د بالي ووډ مشهور فلم (لګان) چې د مشهور اداکار عامر خان کیریر یې بدل کړ، یو داسې فلم و چې په هند کې یې د نورو فارموله فلمونو رواج بدل کړ، اوس د دغه فلم ۲۰ کاله پوره شوي دي، خو لا هم دا فلم خلک خوښوي.

د فلم ډایریکټر اشوتوش ګواریکر وايي، کله چې یې په فلم کې د کار کولو لپاره له عامر خان سره اړیکه ونیوله، نو هغه ورته وویل چې داسې فلمونه نه کامیابېږي او دا بل ډول شان فلم دی، چې هغه په فلم کې له کار کولو څخه انکار وکړ، خو بیا وروسته نوموړی فلم کې کار کولو ته هم تیار شو او په فلم یې مصارف هم ولګول.

عامر خان د اشوتوش ګواریکر سره د لومړۍ لیدنې په اړه وايي، کله چې ماته هغه د فلم کیسه شروع کړه، نو پنځه دقیقو کې ورته ما په فلم کې د کار کولو څخه انکار وکړ، خو اشوتوش رانه غوښتنه وکړه، چې که فلم کې کار نه هم کوم، خو کیسه دې یو ځل واورم.

عامر خان وايي، خو څه وخت وروسته مې بیا دا کیسه رایاده شوه او بیا مې اشوتوش سره اړیکه ونیوله او ورته مې وویل، چې یو ځل بیا راته د فلم کیسه وکړه، کله چې مې بیا کیسه واورېده، نو په فلم کې راته یو څه ښکاره شو او پرېکړه مې وکړه، چې زه به په دې فلم کې حتما کار کوم.

نوموړی وايي، وروسته په فلم چا مصارف نه کول، هر پروډیوسر ته چې به مو کیسه کوله، هغه به ویل چې دومره پېسې نه لري چې ډوبې یې کړي، اخر عامر خان په خپله په دې فلم ۲۵ کروړه روپۍ مصارف وکړ، چې هغه وخت ډېر لوی رسک و، خو دې فلم نه یوازې د عامر خان کیریر بدل کړ، بلکې په هند کې یې د فلمونو روان ډول ته هم بدلون ورکړ.

کاپي…