عامې روغتیا وزارت: طالبانو د کرونا پر وړاندې د عامه پوهاي درې کارکوونکي تښتولي دي

د یاد وزارت ویاند وحید مایار په یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې وردګو ولایت کې وسلوالو طالبانو د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي درې کارکوونکي له ځان سره تښتولي دي.

وسلوالو طالبانو د روغتیا وزارت مسوولینو دغې ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یادې ډلې ویلي وو، چې دوی هغو ادارو او کسانو ته اجازه ورکوي، چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې د کرونا پر وړاندې مبارزه یا عامه پوهاوی کوي.