د عامې روغتیا وزارت وایي د چین له ووهان ښار څخه چې په لمړي ځل پکې د کرونا ویروس خپور شوی د افغان محصلانو د رالیږدولو لپاره بشپړ چمتو والی لري.
د عامي روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته ویلي له چین څخه د افغان محصلانو د رالیږدولو لپاره له بیلابیلو ادارو څه د همغږۍ ګډې کمېټې څو غونډې کړي ترڅو هلته میشتو افغان محصلانو ته د رالیږدولو په برخه کې اسانتیاوي برابري کړي .
د مایار په وینا، د بهرنیو چارو وزارت هم په دې هڅه کې دی چې د یادو محصلانو د رالیږد لپاره یوه الوتکه دربست کړي. هغه زیاتوي چې تر اوسه هیڅ کوم افغان محصل په کرونا ویروس نه دی اخته شوی .د چين د هوبي ولايت په مرکز ووهان کې دېره افغان محصلان وایي پدغه ښار کې وضعيت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي.
په ورته وخت کې په چين کې د افغانستان سفير جاوید قایم وايي، دوى له ووهان ښار څخه د افغان محصلانو د لېږد موضوع له افغان حکومت سره شريکه کړې ده.
چنایي چارواکو د سې شنبې په سهار وویل چې تازه يوازې په هوبي ولايت کې په کرونا ويروس ١٠٣ کسان مړه شوي او په دې وژونکې ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو ٢٠٩٧ تازه پېښې پهکې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره څو ورځې مخکې په کابل کې يو مرکز پرانیست او په ځنې نورو لکه ننګرهار، هرات، فراه او بلخ ولايتونو کې هم د دې وژونکې ناروغۍ د مخنيوي لپاره د ورته مرکزونو د جوړولو هڅې رواني دي.