عبدالسلام ضعیف وایي، پاکستان د باور وړ هېواد نه دی

د طالبانو پخواني چارواکي عبدالسلام ضعیف له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه ویلي ،چې پاکستان د اعتماد او باور وړ هېواد نه دی؛ خو افغانان او طالبان باید له دقت سره پر مخ لاړ شي او کوم غلط سیاسي قدم وانخلي .

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې طالب مشرانو او زلمي خلیلزاد په تازه سفر پاکستان ته تللي او په دې ملاقات کې طالب مشرانو د زلمي خلیلزاد څخه ددې ډلې او امریکا ترمنځ د خبرو د دریدو وضاحت غوښتی دی.