عبدالله عبدالله د قومي ټیکه دارانو په لومه کې

لیکنه: ع سمون

 د جمهوري ریاست د ۱۳۹۳ کال په ټاکنو کې د ولسمشرۍ یو تن کاندید عبدالله عبدالله هڅه وکړه د ځینو نورو ډلو تر څنګ د یو شمیر په اصطلاح قومي مشرانو ملاتړ هم راجلب کړي تر څو ورسره د رایو په راټولولو کې مرسته وکړي. د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې هم له نوموړي سره یو شمیر سیمه ایز زورواکي ملګري شول، داچې کاندیدان ډیر وو د مختلفو سیمو رایې د کاندیدانو په منځ کې وویشل شوې او تر ډیره دا معلومه نه شوه چې قومي معامله ګرو د ښاغلي عبدالله لپاره څه توره کړې ده. یوازې په دې منځ کې د ښاغلي عبدالله عبدالله د دوهم مرستیال ښاغلي حاجي محمد محقق ونډه زیاته وه چې ویل کیدل د هزاره وروڼو نږدې اویاسلنه رایه یې د عبدالله عبدالله په ګټه کارولې ده. خو په دوهم پړاو ټاکنو کې عبدالله عبدالله د منظم او کور په کور کمپاین او مناظرو ته د حاضریدو پر ځای خپله ټوله انرژي د سیمه ایزو جنګسالارانو او قومي معامله ګرو په را خپلولو ولګوله.عبدالله عبدالله اړتیا لرله ددې لپاره چې وښیي رایې یې په یوه سیمه او یوه ډله پورې نه دي تړلې بلکې په ټول هیواد کې پلویان لري، نو یې هڅه وکړه چې د افغانستان په هره سیمه کې داسې یو څوک پیدا کړي چې ځان د قوم مشر معرفي کړي، ده ته رایې راټولې کړي او دی هم ځان یو ملي او ټولمنلی شخصیت وښیي. قومي ټیکه دارانو هم د عبدالله عبدالله له دې مجبوریته استفاده وکړه هغه کسان هم په دې منځ په عبدالله عبدالله را تویي شول چې په اصطلاح نه یې په آسمان ستوری درلود نه پر ځمکه سیوری. بس د پیسو او چوکیو د ویش معاملې وې هر څوک ورته را ځغاستل. ښاغلی عبدالله عبدالله او د هغه ټیم له ډیرو سیمو ناخبره وو او دا نه ورته معلومیدله چې په دغو سیمو کې څوک د نفوذ خاوند دی او که د ځینو شخصیت هم ورته معلوم و ځان ته د مشروعیت ورکولو او ملي څیرې ښودلو لپاره یې هغوی د ډیرو امتیازاتو په بدل کې د ځان ملګري کړل. دې یو شمیر قومي ټیکه دارانو د ملاتړ غونډې هم جوړې کړې یوه لا نه پوهیږم په څه معنا به و ښاغلي عبدالله عبدالله ته د مغل مډال هم ورکړ. د لویې پکتیا یوه همداسې په اصطلاح قومي مشر په یوه لوکس هوټل کې د عبدالله د ملاتړ لپاره غونډه هم جوړه کړه چې ګډونوال یې یو څوکسه له سیمې راغلي وو او نور یې کابل میشتي انډیوالان وو. له دې مشر څخه د غونډې په پای کې چا پوښتنه وکړه چې ستا خلک خو له دې سړي ښه خاطره نه لري ته به څنګه دده لپاره رایې راټولوې؟ نوموړي ورته خندلي ویلي یې و: آی وروره ته هم عجیبې خبرې کوې خپله زایه هم لا نه ورکوم ، څه مې کړي وای دوه لکه ډالر یې راکړي وو مجبور وم یوه نمایشي غونډه ورته جوړه کړم. زما دې خدای غاړي نه بندوي دغه خبره مې ددغه قومي تیکه دار له یوه ملګري واوریدله. خو دغه خبره نږدې پر ټولو هغو قومي ټیکه دارانو د تطبیق وړ ده چې ښاغلي عبدالله عبدالله ته یې پخپلو سیمو کې د ډیرو رایو د راټولولو غوړې وعدې ورکړې وې. ددغو په اصطلاح قومي مشرانو په منځ کې داسې کسان هم و چې په قوم کې خو څه چې په خپل کور کې یې هم نفوذ نه درلود. د یو شمیر همدغو قومي ټیکه دارانو مشرانو او بانفوذه وروڼو د همګرایي د ټیم سیال ټیم ته کمپاین کاوه او د هغوی کلک ملاتړي وو. نو هغه کسان چې له ښاغلي عبدالله عبدالله سره ملګري و ددوی په مقابل کې په هیڅ حساب وو. خو بیا هم دغو په اصطلاح قومي مشرانو ښاغلي عبدالله عبدالله ته ټټر وهلی وو. سره له دې چې لا تراوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو پایلې نه دي اعلان کړې خو د همګرایي ټیم له اعتراضونو او د همدغو کسانو له چیغو نارو ښکاري چې دې قومي ټیکه دارانو پخپلو سیمو کې د ښاغلي عبدالله لپاره چندان رایې نه دي راټولې کړې، ځکه خو اوس د خپلو سیمو پر ضد را پاڅیدلي او آن کله کله خو وایي چې ددوی په یو شمیر سیمو کې چا په ټاکنو کې برخه نه ده اخیستې. ښاغلی عبدالله عبدالله چې ددغو چالاکو قومي ټیکه دارانو په لومو کې راګیر شوی دی اوس بله چاره نه لري هڅه کوي چې د افغانانو دغه ستره حماسه بدنامه کړي. نو د همدغو قومي ټیکه دارانو په وسیله غواړې په ټاکنو کې د خلکو په پراخ ګډون سترګې پټې کړي او بیا هم د همدغو کسانو په ژبو د جوړجاړي او مصلحتونو خبره رابرسیره کړي. په لومړیو کې خو هغه کسان چې له جګړه مارو ډلو ښې خاطرې نه لري همدې قومي ټیکه دارانو ته په غوصه ول چې ولې دداسې چا ملګري شوي دي چې تل یې له خپلو خلکو سره دښمني کړې ده، خو د ټاکنو له دوهم پړاو وروسته څرګنده شوه چې پخپله دغه ډله او نوماند یې عبدالله عبدالله ددغو قومي تیکه دارانو په لومه راګیر شوی دی. ځکه همدې قومي تیکه دارانو ترې بې شمیره بیسې د کمپاین په نوم واخیستې خو په بدل کې یې ونه شوای کړای دهغه په ګټه رایې له خلکو څخه ترلاسه کړي.