اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره یې تېر ماښام ټېلیفوني خبرې کړي دي.
عبدالله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له پمپیو سره یې افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي سفر، د افغانستان د سولې بهیر او د دې هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه بحث کړی دی.
نوموړي دا خبرې رغوونکي او ګتورې بللې دي؛ خو د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت بیا په دې اړه تر دا مهاله هیڅ نه دي ویلي.