عجيبه ننداره- انورالحق حقيق

توره شپه وي سپينه سپوږمۍ تورو تورو وريځوپه خپلوپردو کې رانغښتې وي ، پۀ  سپينو سپينو  مخونو تورې تورې زلفې کړۍ کړۍ پرتې وي ، سپين سپين کالي وي او تورې تورې وسلې پۀ اوږو ،دقران تور تور توري او سپين سپين حکمونه ،تور تور مخونه امرکوي او سپين سپين مخونه يې پرځاى کوي،دخلکوتورتورپۀ سپينوماڼيو کې اوسيږي ،اوزماسپين سپين پۀ توروتورو سمڅوکې، هغه څوک چې تور تور کالي اغوندي سپين سپين ګرځيږي ،او هغه څوک چې سپين سپين کالي اغوندي تور تور ګرځي،تور تور هروخت راځي او داسپين سپين ځوروي ، هرچاچې هرکله سپينې سپينې ويلي دتورو توروتمبوشاته غورځېدلى،حجراسود سپينه وه خو دسپينوسپينو لاسونو توره کړه ، اوس چې دا تور تور ورځي سپين سپين راګرځي، ډيرسپين سپين دبارودو تورو لوخړو تور کړل ،ډيرتورتورپۀ سپين سپين کفن کې تاوشول، ډيرسپين مخي دخلکو دسترګوتور وي او ډيرتورمخي سپين سترګي وي، ډير چې سپين وويني لۀ غصې تور واوړي او ډير چې توروويني سپيني يې وتښتي،زماپۀ وينا بۀ دډيرو توروغاښونه لۀ خنداسپين وځليږي او دډيرو سپينو بۀ تورې سترګې بکې راووځي.