عراقي لاریونوالو کربلا کې د ایران پر کونسلګري برید کړی

عراقي لاریونوالو د یاد هېواد په کربلا ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ برید کړی اود ایران د کونسلګرۍ بېرغ ښکته کړی او پر ځای یې د عراق ملي بیرغ لګولی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې معترضانو له څه مودې راهیسي په یاد هېواد کې د فساد، بې روزګارۍ او د عراق په چارو کې د ایران د لاسوهنې له امله لاریونونه پیل کړي دي.

دوی د بیرغ له ښکته کولو وروسته د یادې کونسلګرۍ پر دیوالونو د پټرولي بمونو په وارولو سره پر یاده ودانۍ برید پیل کړی دی.

ایراني چارواکو ویلي چې د دوی تر بیا ځلې خبرتیا پورې دې څوک کربلا ته د زیارت لپاره نه ورځي.