عراقي ځواکونو د موصل د بیرته نیولو عملیاتو کې پرمختګ کړی

عراقي ځواکونه وايي، له موصل سره نژدې بزوايا سيمې ته ننوتلي او عراقي بيراغ يې هلته ځای پر ځای کړی دی.

عراقي امنيتي ځواکونو له اسلامي دولت نومې ډلې د موصل ښار د بېرته نيولو عملياتو کې پرمختګ کړی او اوس له دغه ښاره د ۱.۵ کيلومتره په واټن کې دي.

د بي بي سي خبريال چې له عراقي ځواکونو سره دی وايي، امنیتي ځواکونه د سپکو او درنو وسلو له بريدونو سره مخ شوي دي.

د عراق ځانګړو ځواکونو قومندان ډګر جنرال عبدالوهاب السعادي وايي، هيله من دی، چې ژر به دولتي ځواکونه موصل ښار له داعش ډلې ونيسي.

د پوځ د خبرپاڼې له مخې د ترهګرۍ ضد ځواکونه او د عراق پوځ له دريو غاړو د موصل ښار کيڼې ساحلي غاړې ته ورمات شوي دي.

تېره اوونۍ عراقي ځواکونو له يو شمېر پرمختګونو وروسته، د موصل پر لورعمليات وځنډول، چې اوس يې بيا پيل کړي دي.

عراقي ځواکونه غواړي د کردانو او ولسي پاڅون په مرسته پر اسلامي دولت نومې ډلې کړۍ تنګه کړي او له موصله يې وباسي.

د موصل د نيولو لپاره څو اوونۍ چمتووالی کېده؛ دغه ښار په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت نومې ډلې لاس ته لوېدلی دی.

په تېلو بډايه دغه دويم لوی ښار د اسلامي دولت نومې ډلې لپاره مهم سټراټيژيک اهميت لري.