عراقي ځواکونو موصل ښار ته نږدې ۱۵ کلي دداعشیانو بیرته نیولي

دغه  ځواکونه وايي، د موصل د ښار لویدیځ ته څیرمه یې د داعش د وسله‎ والې ډلې څخه ۱۵ کلي نیولي دي.

په ورستیوکې عراقي ځواکونو د موصل ښار د بشپړ تصرف لپاره پوځي عملیات شدید کړي دي.

د موصل عملیاتو کې له عراقي ځواکونو سره امریکا ملاتړ کوي.

عراقي سرتېرو نن د موصل ښار جنوب کې د هوايي ډګر پر لور پرمختګ وکړ.

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي تیره  ورځ د اسلامي دولت یا داعش له وسله ‎والې ډلې څخه د موصل د لویدیځ د سیمو د بېرته نیولو د عملیاتو د نوي پړاو اعلان وکړ.

عراقي ځواکونو له داعشه د موصل ښار د نیولو لپاره خپل لومړني عملیات د تېرمیلادي کال په اکټوبر میاشت کې پیل کړل چې له څو اونیو نښتو وروسته د دې ښار د ګڼو ختیځو سیمو په نیولو وتوانېدل.

د داعش وسله ‎والې ډلې د موصل ښار په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له عراقي ځواکونو ونیوه او دا ښار یې په عراق کې د خپل خلافت د مرکز په توګه اعلان کړ.