عراقي چارواکي وايې:داعش ډله ماتې ته نږدې شوې

 

د عراق پوځي قوماندانان وايي چې په موصل ښار کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې ماتولو ته نږدې شوي دي.

په عراق کې د ګډو عملیاتو قوماندان تیره ورځ رسنیو ته وویل چې ځواکونه یې د پرمختګ په حال کې دي او په لنډ وخت کې به د دجلې سیند غاړې ته ور ورسېږي.

یوه امریکايي جنرال له بغداده په ټلیفوني مرکه کې، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ډېر ژر ښايي د بري اعلان وشي.

وسله وال په سیمه کې له ملکي خلکو د سپر په توګه کار اخلي، له دې امله د امریکا الوتکو ته ګرانه ده چې د هغوی تر واکمنۍ لاندې سیمې بمبارد کړي.

ویل کېږي چې په موصل کې دداعش سل ګونه وسله وال پاتې دي او په زاړه ښار کې یې تقریباً یو کېلو متر مربع ځمکه په لاس کې ده.