عراق: داعش له “فلوجې” تښیدونکي ملکیان په نښه کړي

یوې نړیوالې مرستندویې اداره ویلي، چې داعش وسله والو د عراق په فلوجه کې ښار کې هغه ټول ملکیان په ډزو ویشتلي، چې له دغه ښاره د تیښتې په حال کې ول.

فلوجه د عراق په لودیځ کې پروت ښار دی، چې پکې د داعش وسله والو او عراقي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

ان ار سي NRC چې په عراق کې د کډوالو او بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته کوي، د یکشنبې په ورځ په خپل خپاره کړي یو بیان کې ویلي، چې داعش وسله والو په ټولو هغه ملکي وګړو د ګولیو باران کړی، چې له فلوجې څخه په تیښته وه.

ان ار سي وايي، چې دوی پرون یکشنبه له فلوجې څخه له یو شمیر راکډه شو خلکو سره خبرې کړې.

عراقي ځواکونه چې د امریکا د هوايي ځواک ملاتړ هم ورسره دی، هڅه کوي چې له داعش څخه د فلوجې کنټرول په خپل لاس کې واخلي، خو له تیرې یوې اوونۍ پرله پسې جګړې وروسته هم لا نه دي توانیدلي، چې دغه ښار تر خپل کنټرول لاندې راولي.

په فلوجه کې شاوخوا ۵۰ زره ملکي وګړي هم بند پاتې دي.